د بي جے پي بيانونو غندلو لپاره دې په ايوان كښې بحث وكړے شي او د غندنې قرارداد دې منظور كړے شي۔د وزيراعظم شهباز شريف د پارليمان شريكې غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د بي جے پي بيانونو غندنه كولو لپاره دې په ايوان كښې بحث وكړے شي او د غندنې قرارداد دې منظور كړے شي٬په كروړونو مسلمانان په ناموس رسالت(ص)خپل هر څه قربانوي۔د زيارت په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې وزيراعظم ووئيل په هند كښې د بي جے پي لارښودو هرزه سرائي او په خپلو بيانونو كښې د حضرت محمد(ص)په شان كښې ګستاخي كړې٬دا معامله دې سنجيده واخستلې شي۔ده ووئيل په ايوان كښې د ګل په ورځ په دې معامله بحث لپاره يو ساعت دې وركړے شي او ايوان دې د دې ګستاخانه بيانونو په ضد مفقه قرارداد منظور كړي۔وزيراعظم ووئيل د اسلامي نړۍ په كروړونو مسلمانان په ناموس رسالت(ص)د خپل ځان او مال پشمول هر څيز قربانولې شي