د پاكستان او امريكې ترمېنځه تاٶ تريخوالي سره مخ اړيكې د شريكو روابطو د لارې بيا معمول ته د راوستلو ضرورت دے، د تېر وخت اختلافات په نظرانداز كولو وړاندې تګ كېدے شي. د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره مركه

واشنګټن 27 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي د پاكستان او امريكې ترمېنځه تاٶ تريخوالي سره مخ اړيكې د شريكو روابطو د لارې بيا د سره معمول ته د راوستلو ضرورت دے، د تېر وخت اختلافات نظرانداز كولو سره وړاندې تګ كېدے شي، تېره اوونۍ په نيويارك كښې د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره په ملاقات كښې د تجارت، موسمياتي بدلون او د ټېكنالوجې او فوډ سېكورټۍ په څانګه كښې د مرستې په زياتولو خبرې شوي. خارجه وزير دا خبرې د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره په خپله مركه كښې كړي. مركه كونكي خبريال جوش روګن د جمعې په ورځ په اېډيشن كښې په خپل كالم كښې خارجه وزير سره د خبرو ذكر كړے او اشاره ئې وركړې چې جارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې او پاكستان اړيكې په سمه لار د روانولو هڅه كښې تېره اوونۍ امريكې ته راغلے و. خبريال د امريكې انتظاميې ته وئيلي دي چې هغه د پاكستان د خارجه وزير خبرې ته پام وكړي. خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د مئي په 17مه نېټه په ملګرو ملتونو كښې د غذائي تحفظ په اړه د لوړې پاې غونډه كښې ګډون كولو لپاره نيويارك ته تلے وؤ او د دې دورې په مهال ئې د امريكې خارجه وزير سره ملاقات هم كړے . د امريكې خبريال وائي چ پاكستان يو پوي نان نېټو اتحادي، د نړۍ پنځمه لويه آبادي لرونكے او په جوهري طاقت سنبال هېواد دے كوم چې په تزويراتي توګه د چين، هند، افغانستان او اېران تر مېنځه واقع دے. خبريال ليكي بلاول بهټو وئيلي دي امريكې سره د اړيكو لا خرابولو كوم جواز نشته، زه په حقيقت كښې د انقلاب په ځائ په ارتقا باور لرم. خارجه وزير وئيلي دي بايد فكر وكړېےشي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې ښې شي. د دواړو هېوادونو ترمېنځه بنيادي شخړه د افغانستان جنګ پاتې شوې ، اوس چې كله صدر جوبائيډن د افغانستان نه ځواكونه ويستلي نو د مرستې وجه جوړېدې شي.اوس د كار كولو زيات شريك ګنجائش موجو دے. بلاول بهټو زرداري وئيلي دي ده تېره اوونۍ د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره په ملاقات كښې د تجارت، موسمياتي بدلون او د ټېكنالوجې او فوډ سېكورټۍ په څانګه كښې د مرستې په زياتولو خبرې كړې دي.