د ټرمپ انتظامیې په افغانستان كښې د 4 زره نورو عسكرو تعینات کولو پرېكړه

واشنګټن 17 جون (اے پی پی) د امریکې د دفاع محکمې پینټاګون ذريعو له مخې د ټرمپ انتظامیې په افغانستان كښې د 4 زره نورو عسكرو تعینات کولو پرېكړه كړې۔ بلخوا د پینټاګون وياند جېف ډیوس څخه چې كله د نیوز ایجنسی اېسوسی ایټډ پرېس رابطه وكړه نو هغه دومره ووئيل چې داسې څه پرېكړه نه ده شوې۔ د امریکې ذريعو دا هم په ډاګه كړي چې د دغې عسكرو تعینات كولو سره به افغانستان كښې د سلامتیا خراب صورت حال كښې د ښه والې امکان پېدا شي۔ په دې اړه به حتمی اعلان راروانه اوونۍ كښې د امریکې د دفاع وزير جیمز مېټس كوي۔ د دغې عسكرو ذمه وارۍ به د افغان ځواك تربیه او عسکری چارو او عملياتو په مهال مشاورت كول وي۔