وزيراعظم محمد شهباز شريف ملجم کلاس بېړۍ پي اېن اېس بدر لانچ كړه

کراچۍ 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کراچي شپ يارډ كښې د ملجم کلاس بېړۍ پي اېن اېس بدر لانچ كړې ده۔ په دې لړ كښې د كراچۍ په شپ يارډ اېنډ انجينئرنګ ورکس كښې خاص دستوره شوې چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې۔ په دې موقع د تركيې د دفاع وزير هولوسي آقار، د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي او نورو اهم شخصياتو هم په دستوره كښې ګډون كړې۔ بېړۍ د تركيه د اېم اېس اسفات په مرسته د كراچۍ په شپ يارډ كښې جوړه كړې شوې ده۔ د دفاعي پېداوار وزارت او د تركيه د لوظنامې له مخې د دوه کاروېټس بېړو تعمير شوې دې٬ دوه كاروېټس بېړۍ په پاكستان او دوه په تركيه كښې تعمير جاري دې۔ د دې ډول وړومبۍ بحري بېړۍ لانچنګ تېر كال په اګست كښې په تركيه شوې ٶ ٬ د دوه بېړو جوړېدل په آخري پړاٶ كښې دي او دا به د جديد وسلې او سېنسرز نه لېس وي۔ په دستوره كښې د پاك بحريه لخوا د درېم ملجم كلاس کاروېټ بېړۍ پي اېن اېس بدر ماډل وزيراعظم ته وړاندې كړې شوې۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمعې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته رسېدلې دې