د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د سكول آف آرټلري نوښار دوره

پینډي 19مئي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د سكول آف آر ټلري نوښار دوره كړې ۔ده د آرټلري رجمنټ په كلن كمانډنګ آفيسرز كنفرنس كښې ګډون وكړو۔د آئي اېس پي آر لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر د دوې په مهال د بېلو سهولياتو هم دوره وكړه كومو كښې چې جنګي ګيمنګ ايرينا هم شامل دے ٬كوم چې په جنګي حالات كښې تربيت اخستل او جنګي لوبو/مشقونو منصوبه بندي/كولو كښې آسانيو وركولو لپاره جوړ كړے شوے ؤ ۔جنرل قمر جاوېد باجوه ته د نوې تربيتي ماډيولز په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔افسرانو سره په خبرو كښې جنرل قمر جاوېد باجوه په هغوي زور راوړو چې په تربيت او پېشه وره هلو ځلو ته پام لرنه وكړي۔د دې څخه وړاندې نوښار ته په رسېدو كرنل كمانډنټ كور آف آرټلري لېفټيننټ جنرل محمد عبدالعزيز د پاك پوځ سرلښكر هركلے وكړو