پاكستان تركيه سره د اقتصادي مرستې زياتولو خوښي لري۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د تركيې خپل هم څنګ موولت كاووسوګلو سره ملاقات

نيويارك 19مئي (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د پاكستان او تركيې ترمينځه په دوه اړخيزه شراكتدارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي پاكستان تركيه سره د اقتصادي مرستې زياتولو خوښي لري۔د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د دې خيالاتو څرګندونه د تركيې خپل هم څنګ موولت كاووسوګلو سره د خوراك نړيوال تحفظ لپاره د لائحه عمل په اړه د وزارتي غونډې په موقع د ملاقات په مهال كړې۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د داړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه شراكتدارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئېل پاكستان تركيه سره د مرستې زياتولو عزم لري۔ده ووئيل سږ كال د نومبر په مياشت كښې به د پاكستان او تركيه ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 مه سالګره په بشپړه ډول لمانځلې شي۔ده د جمو كشمير په شخړه د تركيې په اصولي دريځ د تركيې حكومت مننه وكړه۔ده د تركيې خارجه وزير په مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني اقدامات او د حد بندۍ كمېشن په اړه د پاكستان دريځ څخه خبر كړو۔دغسې ملاقات كښې دوي په بېلو نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كړې ۔خارجه وزير په منطقه كښې د امن او استحكام او په افغانستان كښې د بشري بحران مخ نيوي لپاره د تركيې ملاتړ وستائېلو۔په ملاقات كښې د پاكستان او تركيې اړيكو ته د ودې وركولو لپاره نزدې رابطې په ځاې ساتلو ته اتفاق راغلے۔