د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د چينګ ګوپنګ په مشرۍ كښې چينائي پلاوي وليدل

اسلام آباد 19مئي (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيتې چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د ايكسټرنل سېكورټي كمشنر(كراس ايجنسي وركنګ ګروپ آف چائنه)چينګ ګوپنګ په مشرۍ كښې پلاوي ليدلې دي۔په ملاقات كښې د تعليم وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو۔د زيارت په ورځ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې رانا تنوير حسېن ووئيل د چين او پاكستان اړيكې د سمندر څخه ژورې دي۔ده ووئيل پاكستان او چين كلك دوستان دي۔وفاقي وزير د كراچۍ كنفيوشس انسټي ټيوټ پوهنتون سره نزدې د اوسني ترهه ګرۍ په بريد غمرازي ښكاره كړه چې پكښې درې چينائي وګړي مړه شوي وو۔ده ووئيل كلتور او د تعليم تبادله د چين او پاكستان ترمينځه اړيكې قوي كولو كښې مهم كردار لري ۔وفاقي وزير ووئيل كلتور او تعليمي تبادلې داسې بزدلانه بريدونو څخه ځپل كېدل نه دي پكار ځكه چې دې څخه د دواړو هېوادنو شريك تجارت او معيشت قوي كېږي۔په دې موقع چينګ ګوپنګ ووئيل چين د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته ډېر زيات اهميت وركوي۔ده ووئيل پاكستان او چين دواړه كلك ملګري دي۔ده ووئيل په پاكستان كښې 300 چينائي زده كوونكي دي او چين پيپل ټو پيپل ايكسچېنج زياتول ضروري ګڼي۔ده ووئيل د چينائي وګړو حفاظت د اهميت وړ دے او د چينائي وګړو حفاظت باوري كولو لپاره د پاكستان چارواكو سره په ګډه كار كول غواړو۔ده ووئيل 6 زره پاكستاني زده كوونكي كوم چې خپل تعليم بيا پېل كولو لپاره چين ته تلل غواړي۔ده چينائي مندوب ته ووئيل 250 زده كوونكي به ډېر زر چين ته بېرته ځي او هيله ده چې نور به هم ډېر زر چين ته لاړ شي۔چينګ ګوبنګ وفاقي وزير ته باور وركړو چې په چين كښې د كووېډ 19 په سبب چې كوم بندېزونه لګولې شوې وو هغه ډېر كم شوي۔ده دا هيله هم څرګنده كړه چې پاكستاني زده كوونكي به ډېر زر د خپل تعليم جاري ساتلو لپاره چين ته لاړ شي۔دغسې دوي د چينائي زده كوونكو او استاذانو امنيت زياتولو ته هم اتفاق وكړو۔