پېنډۍ او د اسلام آباد پشمول د هېواد په پورته بره سيمو كښې د باران سره موسم ښه شو

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) پېنډۍ او د اسلام آباد پشمول د هېواد په بره سيمو كښې د سيلۍ٬ برېښنا او باران سره موسم ښه شوے او د ګرمۍ زور مات شوے٬ د هېواد په بره سيمو كښې د لوېديزو هواګانو سلسلې له مخې په يو څو ځايونو كښې سيلۍ٬ او پړق پړوق سره باران او مينځني او سوئيلي ضلعو كښې د طوفان او ګرمو هواګانو امكان دے۔ د موسميات څانګې له مخې نن د جمعې په ورځ به د هېواد په زياتره مېداني سيمو كښې موسم ګرم وي٬ خو په ګلګت بلتستان، بره خېبرپښتو نخوا، کشمير ،اسلام آباد او بره پنجاب كښې په يو څو ځايونو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے٬ د زيارت په ورځ د ټولو نه زيارت باران ٬ په مري كښې 04 ، اسلام آباد( ائير پورټ 03 ، زيروپوا ئنټ 02 )،پېنډۍ چکاله 03 ، شمس آباد 01، منګلا 01 ، خېبر پښتونخوا كښې په کالام 05، چراټ 02، ګلګت بلتستان كښې په استور او بګروټ كښې 01 ملي ميټر باران رېكارډ شوے ۔ په دې موقع په هېواد كښې زيات درجه حرارت په جيکب آباد، دادو كښې 49، سبي، موهنجوداړو، لاړکانه ، ډي جي خان او رحيم يا ر خان كښې 48 دګري سينټي ګرېډ ريکارډ شوے۔ بلخوا د موسميات پوهانو د ګرمۍ چپې له مخئ اولس ته د احتياط كولو مشوره هم وركړې