اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله سره د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمن الثاني د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل د پاکستان او قطر د ورورولۍ اړيكې په شريك باور٬ اسلامي ورورولۍ قائمې دي، د پاکستان او قطر ترمېنځه تجارت او د سېلګرۍ ودې لپاره روابط زياتولو ته اړتيا ده۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او قطر د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې