اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د قامي پرمختګ رفتار تندولو لپاره مصنوعي ذهانت، کوانټم کمپيوټنګ، ډيټا انالسز، سائبر سيکورټي او د خلائي ټيکنالوجي غونډې ټيکنالوجيز په مېدان كښې فكري صلاحيتونو ته ودې وركولو لپاره هلې ځلې زياتولو ته اړتيا ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د سينئر آفيسر ليډرشپ کورس ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې صدر په دې خبره زور رواړو چې تدريسي او اعليٰ تعليمي ادارو له د انفارميشن اينډ کميونيکيشن ټيکنالوجۍ په څانګه كښې د هنر منده پېشه ورو كسانو د ماركيټ ضرورت په موثره توګه پورا كولو پاره يو فعاله انداز خپلولو ته اړتيا ده۔ ده وئيل د د منطقې د نورو هېوادونو په مقابله كښې په پاكستان كښې په پوهنتونون كښې د داخلے شرح كمه ده كومه چې آن لائن او د هائبرډ تعليم طريقې خپلولو سره زياتولو ته اړتيا ده۔ صدر په دې خبر رڼا واچوله دې د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې ځانګړې بدلۍ رامخې كېږي او پاكستان له د څلورم صنعتي انقلاب خوږو څخه ګټې پورته كولو لپاره د پرېكړو خپل رفتار تندولو ته اړتيا ده ۔ ده په دې خبره هم زور رواړو چې ځوانان ته د ماركيټ د ضرورت له مخې پوهه او هنرو وركول پكار دې او د “ډيجي سکلز” غوندې د آن لائن تربيې پروګرامونو زياتولو ته اړتيا ده۔ په هېواد كښې د توان د مسئلو پحقله خبرو كښې صدر د هېواد توان مستحكمولو او پرله پسې د توان وركولو لپاره د توان د تجديد وړ او د غېر تجديد وړ ذريعو كارولو زور رواړو۔ صدر د ناسمو خبرو او د غلطو معلوماتو خپرېدو څخه بچ كېدو لپاره ځوانانو ته د اخلاقي اقدارو او د تنقيدي سوچ په پوهې وركولو هم زور رواړو