پاکستان د ځوانانو هېواد دې، د هېواد سباؤن ځوانانو سره تړلے دې۔احسن اقبال

اسلام آباد 19مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي چې د پاکستان پرمختګ د هېواد په آئین منحصر دې،پاکستان د ځوانانو هېواد دې، د پاکستان سباؤن د ځوانانو سره تړلې دې، تعصب قامونه تباہ كوي، كوم هم ټولنه د امن او استحکام نه غير پرمختګ نه شي كولې۔د زيارت په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه امن په اړه دوه ورځني نړيوال اسلامی کنفرنس اختتامی سېشن ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د امن لپاره د نړيوال کنفرنس په كولو مباركي وركوم۔ كومه هم ټولنه كښې چې كله انتشار پيدا شي نو د پرمختګ عمل ودريږي۔ اسلامي هېوادونو له به په دې په سنجيدګۍ سره سوچ كول وي چې د نړۍ په معیشت كښې د اسلامي هېوادونو برخه 7 فیصده ولي ده ؟۔ اسلامي هېوادونو له به غیر ضروری سوچ څخه عملی اقدامات پلو تلل وي۔ ده ووئيل صنعتی انقلاب كښې معیشت تندۍ سره پرمختګ كړې۔ ډیجیټل دور كښې د پرمختګ عمل نورهم تندېږي۔ كه مونږ هم تند رفتاري اختیار نه كړه نو نړۍ كښې به شاته پاتې شو۔ده ووئيل په كومه هم ټولنه كښې امن او استحکام نه غير پرمختګ نه شي راتللي۔ ده ووئيل د كوم هم رياست پرمختګ لپاره د هغې په بنیادی اصولو كښې امن او استحکام لازم دې۔ د پاکستان پرمختګ په آئين منحصر دې۔ كه د هېواد آئین هوائی دستاویز په صورت كښې كېښودلې شو نو پرمختګ كول ممكن نه دي۔ كومه ټولنه چې د انتشار ښکار شي هغې ته د دښمن ضرورت نه وي۔ده ووئيل پاکستان د ځوانانو هېواد دې د پاکستان د سباؤن دارومدار په ځوانانو دې۔ ځوانانو له هېواد كښې امن راوستلو كښې خپل كردار ترسره كول وي