حکومت ته په ورثه كښې په پاتې شوو معاشي چيلنجونو قابو موندلو لپاره اقدامات کوو، د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د اېشين ډوېلپمنټ بېنك ايګزيکټو ډائريکټرز سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي حکومت ته په ورثه كښې په پاتې شوو معاشي چيلنجونو قابو موندلو لپاره اقدامات کوو ٬ په دې اړه بيل ډھانچه جاتي اصلاحات باندې كار روان دے۔ده دا خبري د نهې په ورځ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك ايګزيکټو ډائريکټرز ډاکټروان فاريسان بن وان سليمان او نوراحمد سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔پاکستان كښې د اسيائي پرمختيائي بېنك کنټري ډايکټر ينګ يي او د خزانې وزارت سينئر افسران هم په دې موقع موجود وؤ۔ د بينك ايګزيکټو ډائريکټرز هركلې كولو سره د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ووئيل د اصلاحات په ايجنډا عمل كول او هېواد كښې پرمختيائي منصوبې مخ په وړاندې بوتللو كښې بېنك عمر له د پاکستان سره معاونت کړے۔ده د توان، تعليم، ماليات ،قرض انتظام او سماجي او اقتصادي پرمختګ پشمول ترجيحي څانګو كښې مهم اصلاحات كولو له د يو لوي برمختيائي شراکت دار په توګه د بېنك پخوانۍ همكاري او كلك عزم وستائلو۔ د خزانې وزير حکومت ته په ورثه كښې د پاتې معاشي چيلنجونو جائزہ وړاندې كړه او ده ووئيل موجودہ حکومت معيشت جامع كولو او د پرمختګ پلو روانولو له په ډھانچه جاتي اصلاحات كار كوي ۔ ده باور څرګند كړو چې موجودہ حکومت به اقتصادي چيلنجونو قابو موندلو كښې بريالے شي۔ د ايشين ډوېلپمنټ بېنك ايګزيکټو ډائريکټرز ډاکټر وان فاريسان بن وان سليمان او نوراحمد ووئيل بېنك پاکستان كښې بنيادي ډھانچې او سماجي او مالياتي څانګو كښې د اصلاحات ايجنډې لپاره مرستې كولو له لوظي دے۔۔