د چينائي كمپنې لخوا د رنځونو تشخيص، بچ كېد او علاج لپاره د جوائنټ وېنچر له مخې د سرمايه كارې د وړاندېز هركلې كوو. وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين پاكستان د مثالي دوستې په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د چينائي كمپنې لخوا د رنځونو تشخيص، بچ كېد او علاج لپاره د جوائنټ وېنچر له مخې د سرمايه كارې د وړاندېز هركلې كوو، په دې لړ كښې به حكومت هر ډول ممكنه مرسته كولې شي. د روغتيا وزير دې په دې لړ كښې ټاسك فورس جوړ كړي چې دغسې په پروژه زر كار پېل كړې شي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سرته د چين د سينووېك كمپنې پلاوي ملاقات وكړو. په ملاقات كښې كيانګ ګواو جنرل منېجر سينووېك، ډاټرېكټر انټرنېشنل بزنس كيون زينګ، د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټېل، د نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلتھ اېګزېكټو ډائرېكټر مېجر جنرل پروفېسر عامر اكرام او اړوند چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې وزيراعظم ته د كووډ-19 وېكسي نېشن كمپائن په مهال د سينووېك لخوا پاكستان ته د وركړې شويو واكسينو په اړه بريفنګ وركړے شو. د د دې نه علاوه د سينووېك لخوا په پاكستان كښې سرمايه كاري كولو سره د رنځونو تشخيص، بچ كېدو او علاج لپاره د يو جوائنټ وېنچر په جوړولو كښې د ژورې دلچسپې څرګندونه وكړې شوه. وزيراعظم د چين پاكستان د مثالي دوستې په اهميت زور راوړلو سره د حكومت لخوا د چينائي كمپنې د دې وړاندېز هركلې وكړو او په دې لړ كښې ئې د هر ډول مرستې باور وركړو. وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې نېغ په نېغه بهرنې سرمايه كاري زياتول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي. پاكستان د كووډ-19 په مهال د چين مرستې ته د قدر په سترګه ګوري.