صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د سېنېټ غونډه راوبلله

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د سېنېټ غونډه راوبلله. د سېنېټ غونډه به د مئي په 23مه نېټه د ګل په ورځ مازيګر 4 بجې كېږي. د ايوان صدر د مېډيا ونګ له مخې صدر مملكت د سېنېټ غونډه د آئين آرټيكل 54 ﴿1﴾ له مخې د وزيراعظم په اېډوائس رابللې ده.