د موسمياتي بدلون آغېز كمولو، د غذائي او اوبو كمي څخه بچ كېدو لپاره اقدامات، د اوبو د ذخيرو حفاظت او د ځنګلاتو تحفظ لپاره دې جامع حكمت عملي مرتب كړې شي. د وزيراعظم هدايت، د موسمياتي بدلون ټاسك فورم قائم

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے چې شسپر ګليشيئر په پشان د پېښو څخه په سباٶن كښې بچ كېدو، د غذا او اوبو د كمي نه بچ كېدو ، د اوبو ذخيرو او د ځنګلاتو تحفظ لپاره دې اقدامات وكړل شي، د اوبو بچت لپاره دې د اولس خبرتيا لپاره كمپائن پېل كړے شي، په چولستان كښې اوسېدونكو خلقو او څاروو لپاره دې د اوبو وركړه باوري كړې شي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا هدايت په خپله مشرې كښې د ګرمې اوسنې چپې ﴿هيټ ويو﴾ او د موسمياتي بدلون په آغېز په بېړنې غونډه كښې وكړې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سيد خورشيد احمد شاه، شېري رحمان، احسان الرحمان مزاري، طارق بشير چيمه، مريم اورنګزېب، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل اختر نواز او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او صوبائي چيف سېكترانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. د وزيراعظم په هدايت په موسمياتي بدلون فوري ټاسك فورس جوړ كړے شو. په ټاسك فورس كښې اړوند وفاقي وزيران، سېكتران، صوبائي چيف سېكتران، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او د نورو ادارو اعلٰی چارواكي شامل دي. د وزيراعظم په هدايت ټاسك فورس به د غذا او اوبو د كمي نه بچ كېدو او د ځنګلاتو تحفظ لپاره جامع حكمت عملي او اقدامات كوي. ټاسك فورس به خپله وړومبې غونډه نن د ګل په ماښام كوي او په راتلونكې غونډه كښې به رپورټ وړاندې كوي. غونډه د ګرمې د اوسنې چپې په اړه خبره كړې شوه. غونډې ته ووئيل شول چې د ګرمې د سختې چپې لويه وجه موسمياتي بدلون دے. پاكستان د موسمياتو بدلون خطر سره په مخ كېدونكو هېوادونو كښې په پنځم نمبر دے. دې سره پاكستان د ګليشيئر لويو ذخيرو سره د اوبو د كمي خطر سره مخ دے. د دې نېغ په نېغه د پاكستان په كركيله آغېز كېږي. وزيراعظم په بېړنې بنياد په دې لړ كښې د جامع حكمت عملې تيارولو هدايت هم وكړو. وزيراعظم ته په چولستان كښې د اوبو د كمي په اړه هم بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم هدايت وكړو چې په چولستان كښې اوسېدونكو خلقو او څاروو لپاره دې د اوبو وركړه باوري كړې شي. وزيراعظم د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته په فوري توګه هنزه ته د دورې كولو هدايت هم وكړو. وزيراعظم د پل جوړېدو په اړه ھپ راتلونكې غونډه كښې د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو هدايت هم وكړو. وزيراعظم د تعليم وزارت ته په سركاري سكولونو كښې د ګرمې څخه بچ كېدو لپاره د اېس او پي عملي كولو او نجي سكولونو ته د دې عملي كولو د احكاماتو جاري كولو هدايت وكړو. وزيراعظم د روغتيا وزارت ته د كووېډ نوي سب ويرئنټ په اړه د تحقيق او د دې د ممكنه اثراتو په اړه د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو احكامات جاري كړل.