دبئي 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د متحده عرب اماراتو دوره وكړه او د متحده عرب اماراتو نوي ټاكل شوي صدر شېخ محمد بن زېد النهيان سره نوي ټاكل شوي صدر شېخ محمد بن زېد النهيان سره د شېخ خليفه بن زېد النهيان په مړينه غمرازي ئې د شېخ خليفه بن زېد النهيان په مړينه غمرازي وكړه. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د يو اے اي نوي ټاكل شوي صدر سره د ملاقات په مهال د پاكستاني حكومت او اولس لخوا غمرازي وكړه. په دې موقع د شاهي كورنۍ غړي هم موجود وو. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان قوم د غم په دې وخت كښې د اماراتو وروڼو سره ولاړ دے او دوي سره غمرازي كوي.ده د ارواښاد بخښنې لپاره دعا وكړه. وزيراعظم ووئيل چې د شېخ خليفه وفات سره پاكستان د يو مخلص دوست او باور لرونكي شراكت دار څخه محروم شوے. ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په مستحكم كولو كښې كليدي كردار ترسره كړے. د هغه دا خدمات به قوم تل ياد ساتي. وزيراعظم د خليفه بن زېد مشرې ته پېرزوينه وړاندې كړه په كومه كښې چې متحده عرب امارات يو معاشي قوت جوړ شوے. وزيراعظم نوي ټاكل شوي صدر شېخ محمد بن زېد النهيان ته په ذمه وارو سنبالولو مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې نوې صدر به د يو اے اي پرمختګ او خوشحالي نوې لوړې كچې ته ورسوي. د يو اے اي صدر د پاكستان لخوا د يووالي په څرګندونه ستائنه وكړه. دواړو مشرانو په ټولو څانګو كښې اړيكو ته د وده وركولو عزم څرګند كړو. پاكستان او متحده عرب امارات ژورې اړيكې لري او په ټولو څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو عزم لري.