د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په مېرانشاه كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په مېرانشاه كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې شرخوښي عناصر د امن او امان صورتحال خرابول غواړي، داسې بزدلانه كارروائيو سره به زمونږ حوصلې كمزورې نه شي. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې په هېواد كښې د امن او امان بحالې لپاره به د امنيتي اهلكارو قربانې ضائع كېدو ته ورنه كړې شي. د اطلاعاتو وفاقي وزيرې په چاودنه كښې د امنيتي اهلكارو او ماشومانو په شهادت غم جنو كورنيو سره غمرازي وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه.