وزيراعظم شهباز شريف په پيركوه ډېره بګټي كښې د هېضې د وباء خپرېدو نوټس واخستو

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په پيركوه ډېره بګټي كښې د هېضې د وباء خپرېدو نوټس اخستو سره د وباء د لا خپرېدو لاره نيولو لپاره وفاقي او صوبائي ادارو ته په هنګامي بنيادونو د ګامونو پورته كولو امر كړے دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ځپليو له د خوراكي توكو او د څښلو پاكو اوبو سره سره د مرستې سامان په سمدستي توګه د رسولو هم امر كړے۔ ده پير کوه ته د داروګانو او د څښلو پاكو اوبو رسول باوري كولو هم امر كړے۔ د ابتدائي رپورټ له مخې پير کوه كښې د ضلعي انتظاميې له مخې د داروګانو او اوبو سټاك وركړې شوے او نور ټېنكرز وركول كېږي