د كراچۍ په پېښه كښې ككړ كسانو ته به سخته سزا وركولې شي٬ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په كراچۍ كښې د ترهګرۍ پېښې سره د مخ شويو چيني وګړو په ياد كښې دستورې ته خطاب

APP30-140522 ISLAMABAD: May 14 - Chairman Pakistan Peoples Party and Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari addressing a condolence reference regarding the death of a Chinese resident in a suicide attack in Karachi at Foreign Affairs Office. APP

اسلام آباد۔14مئی (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي په كراچۍ كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې ككړ كسانو ته به سخته سزا وركولې شي٬ چينائي وګړي زمونږ مېلمانه دي٬ د دوئي حفاظت زمونږ ذمه واري ده ، پاكستان او چين ټول عمري د ټولو چېلنجونو په ګډه مقابله كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښې په كراچۍ كښې د ترھګرۍ پېښې سره د مخ شويو چينايي وګړو په ياد كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل مونږ نن ترهګرۍ سره د مخ شويو چينائي وګړو په ياد كښې خارجه وزارت كښې راجمع شوې يؤ ٬چينائي استاذانو پاكستاني زده كوؤنكو ته د چين ژبه ښودله٬ مونږ كراچۍ كښې رامخې ته شوې د ترهګرۍ پېښې غندنه كوؤ۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل كراچۍ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې ككړو وګړو ته به سخته سزا وركولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ملګرتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د اولس ترمينځه هم ده٬ د دې ملګرتيا په ځائې ساتلو كښې د شهيد ذوالفقار علي بھټو ٬ شهيد بېنظير بھټو او د آصف علي زردار كردار د ټولو وړاندې دې۔ خارجه وزير ووئيل د چين وګړي د سندھ سرښار كراچۍ كښې د ترهګرۍ پېښې سره مخ شوي دي ٬ كوم هم پاكستانې وګړې دا برداشت كولې نه شي چې زمونږ مېلمانه دې د دې ډول ترهګرۍ ښكار شي۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د پاكستانيانو د مېلمستيا مثال وركولې شي۔