د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د شيخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 14مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پارلماني پلاوي سره په اسلام آباد كښې د يو اے اي سفارت ته تللو سره د متحده عرب امارات صدر شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ د سېنېټ چيئرمېن په تعزيتي کتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ ده ووئيل د شېخ خليفه بن زايد النهيان مرګ يواځې د يو اے اي اولس لپاره نه بلكه د ټولو مسلمانانو لپاره يو لويے زيان دې۔ د هغه په مړينه پاکستان د يو ريښتنې او مخلص ملګرې څخه محروم شوې دې۔ د انسانيت او اسلامي نړۍ پرمختګ او سوكالۍ لپاره د شيخ خليفه بن زايد النهيان خذمات به ټول عمري له ياد ساتلې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ د يو اے اي حکومت او اولس په غم كښې برابر شريك يو۔ د سېنېټ چيئرمېن دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره په پارلماني پلاوي كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدې، سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر ډاکټر شهزاد وسيم، سنېټرز پرنس احمد عمر زئي، مولانا عبدالغفور حېدري، عبدالقادر، دوست محمد او نصيب الله بازئي شامل وو