په اېبټ آباد كښې عمران نيازي د پاكستان آئين او قومي ادارې چېلنج كړې دي، په دې به قانوني كارروائي كوو. وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د عمران خان خطاب د پاكستان په ضد سازش ګرځولو سره وئيلي دي چې په اېبټ آباد كښې نن د رياست پاكستان آئين او قومي ادارې چېلنج كړې شوې دي، په دې به قانوني كارروائي كوو، د پاكستان د قومي ادارو په ضد سازشي بيانيه جوړونكې په اصل كښې مير جعفر او مير صادق دے، وړومبې عمران نيازي د پاكستان د معيشت ډوبولو سازش وكړو، اوس د كورنې جګړې هڅه كوي. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اېبټ آباد په جلسه كښې د عمران خان خطاب د پاكستان په ضد سازش ګرځولے. ده ووئيل چې په اېبټ آباد كښې نن د رياست پاكستان آئين او قومي ادارې چېلنج كړې شوې دي، په دې به قانوني كارروائي كوو، عمران نيازي سياست نه سازش كوي، دا سازش د پاكستان په ضد كېږي. د يو تن په آنا، تكبر او دروغو پاكستان نه شو قربانولې، وړومبې عمران نيازي د پاكستان د معيشت ډوبولو سازش وكړو، اوس د كورنې جګړې هڅه كوي، د عمران نيازي په هېواد كښې د كورنې جګړې سازش به چقوو. وزيراعظم ووئيل چې عمران نيازي د نن دور مير جفعر او مير صادق دے كوم چې پاكستان لېبيا او عراق جوړول غواړي. مير صادق سره هم صادق لګېدلې و څنګه چې عمران نيازي د سركاري صداقت سرټيفيكېټ ترلاسه كړے و، عمران نيازي په هغه تالي كښې توكي په كوم كښې ئې چې خوراك كړے و.ده ووئيل چې د پاكستان دوويشت كروړه اولس ، آئين او قومي ادارې د يو تن غلام نه شي كېدے، عمران نيازي اولس خپل غلام جوړول غواړي، هغه به د پاكستان هټلر جوړېدو ته پرې نه ږدو. عمران نيازي ډېر دروغ ووئيل ، اوس به رښتيا سره مخ كېدل وي.