د مور نه زياته مخلص رشته كومه بله نشته، مور يوازې مور وي، الله تعالٰی انسان سره د خپل محبت د تعارف ذريعه مور جوړه كړې. د وزيراعظم محمد شهباز شريف د مئيندو نړيوالې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ ټول په ګډه د مور عظيمې رشتې ته سلام كوو، د مور نه زياته مخلص رشته كومه بله نشته، مور يوازې مور وي، الله تعالٰی انسان سره د خپل محبت د تعارف ذريعه مور جوړه كړې.ده دا خبرې د اتوار په ورځ د مئيندو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې جنت د مور تر پښو لاندې دے او د مور خدمت په اصل كښې د انسان د كردار ګواهي وركوي. وزيراعظم ووئيل چې راځي د مور خدمت كولو سره دنيا او اخرت جوړ كړو، زما پشمول د هر انسان د كاميابې په شا د مور محبت، ډاډګېرنه او دعا مهمه ذريعه وي. وزيراعظم ووئيل چې نن مونږ د فلسطين او مقبوضه جمو و كشمير ميئندو خاص سلام وړاندې كوو كومو چې بچي شهيدان كړے شوي دي، نن مونږ د خوږ وطن په عزت او حرمت د قربان شويو شهيدانو مئيندو ته سلام وړاندې كوو. وزيراعظم ووئيل چې مدر ټريسا او په پاكستان كښې 55 كاله د جزام رنځ په ضد مبارزه كوونكې د ډاكټر رتھ فا پشان عظيم مئېندو ته پېرزوينه وړاندې كوو. مونږ محترمې بلقېس اېدهي ته سلام وړاندې كوو كومې چې په ټولنه كښې د مور كردار ترسره كړې. وزيراعظم دعا وكړه چې الله تعالٰی دې زما د مور پشمول زمونږ ارواښادو مئيندو ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ وركړي. ده ووئيل چې زما مور مونږ ته اسلام، قرآن، رسول كريم﴿ص﴾ او پاكستان سره محبت راښودلې. په ژوند كښې ئې د كشالو د مقابلې كولو حوصله راكړې، عاجزي او انكساري ئې راښودلې، نن چې زه څه هم يم د خپلې همت لرونكې مور او د خپلې عبادت كوونكې مور د دعاګانو او تربيې په سبب يم. د چا چې مئيندې سلامت دي، د هغوي دې خدمت وكړي ځكه چې د مور رشته تر ټولو ځانګړې او عظيمه رشته ده.