حكومت د صحافت په آزادې او د رائې د اظهار په آزدې د كوم ډول قدغن لګولو اراده نه لري. د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سي پي اېن اي پلاوي سره خبرې

لاهور 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې حكومت د صحافت په آزادې او د رائې د اظهار په آزدې د كوم ډول قدغن لګولو اراده نه لري، د پيكا آرډيننس پشمول د ټولو قوانينو له مخې به خبريالانو ته د بلاوجه كارروائيو څخه هر ډول ممكنه تحفظ وركولې شي، د پيكا آرډيننس د جاج اخستلو كار د وړاندې نه د قانون وزارت ته سپارل شوے دے، حكومت د خبريالانو د حقونو تحفظ او په هېواد كښې ذمه وارانه صحافت ته وده وركولو لپاره د سي پي اېن اي پشمول د خبريالانو نورو نمائنده ادارو سره په ګډه تعميري كار كول غواړي، حكومت د برېښنا پېداوار او د دې رسد باوي كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې د كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز ﴿سي پي اېن اي﴾ پلاوي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د انفارمېشن سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن او نور چارواكي هم موجود وو. په پلاوي كښې د سي پي اېن ا ي صدر كاظم خان، سينئر نائب صدر اياز خان، نائب صدر پنجاب ارشاد احمد عارف، سېكرټري جنرل عامر محمود او نور غړي شامل وو. د وزيراعظم د دفتر لخوا جارې شوې خبرپاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شريف د دې عزم پخلې وكړو چې حكومت د صحافت په آزادې او د رائې د اظهار په آزدې د كوم ډول قدغن لګولو اراده نه لري، د پيكا آرډيننس پشمول د ټولو قوانينو له مخې به خبريالانو ته د بلاوجه كارروائيو څخه هر ډول ممكنه تحفظ وركولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د پيكا آرډيننس د جاج اخستلو كار د وړاندې نه د قانون وزارت ته سپارل شوے دے. وزيراعظم د سي پي اېن اي كردار وستائيلو او وې وئيل چې حكومت د خبريالانو د حقونو تحفظ او په هېواد كښې ذمه وارانه صحافت ته وده وركولو لپاره د سي پي اېن اي پشمول د خبريالانو نورو نمائنده ادارو سره په ګډه تعميري كار كول غواړي. ده ووئيل چې حكومت د برېښنا پېداوار او د دې رسد باوي كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي، تېر حكومت په څلورو كلونو كښې په قوم د قرضونو بوج يو په دوه كړے او دې سره د غريب ژوند مشكل شوے ، حكومت دوي ته ګټه رسولو لپاره كار كوي. وزيراعظم ووئيل چې په دې وخت كښې قوم ته د يووالي ضرورت دے چې دغسې غېر معمولي معاشي معاملې د اولس فلاح لپاره حل كړې شي. په داسې حالاتو كښې د حكومت په ضد مارچ بلاجواز او په قوم كښې د تفريق پېدا كولو مترادف خبره ده. ده ووئيل چې حكومت د سي پېك او رېكوډك پشمول په هېواد كښې په نورو ټولو پرمختيائي پروژو په موثر توګه كار كولو لپاره هڅې كوي. وزيراعظم ووئيل چې حكومت په خارجي معاملو د وروڼو هېوادونو پشمول ټولو هېوادونو سره د شريك عزت او شريكې ګټې اړيكې غواړي. وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې سپېځلو ټاكنو لپاره انتخابي اصلاحات ډېر ضروري دي.