نړیواله ټولنه دې په افغانستان کښې د سېلابونو د لاسه په رامخې ته كېدونكي زيان قابو موندلو له د افغان اولس فوري مرسته وكړي ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په 10 افغان ولايتونو كښې په راغلي سېلاب ٬ د قيمتي ځانونو او مالياتو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د افغانستان په لسو ولايتونو كښې د سېلاب د لاسه په شوي قيمتي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې او افغان عبوري حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره يۍ د سېلابونو په پېښو كښې د مړه شويو كسانو كورنيو او نورو ځپلې شويو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ ده وئيلي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کښې د سېلابونو د لاسه په رامخې ته شويو زيانونو قابو موندلو له د افغان اولس فوري مرسته وكړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره نړيوالې ورورولۍ او د او آئي سي افغان هيومېنټېرين ټرسټ فورم څخه د ځپلي افغان اولس د مرستې د هڅو تند كولو هم غوښتنه وكړه۔ ده وئيل كه په وخت ګامونه پورته نه كړې شول نو د ځاني زيان زياتېدو خطره ده د كوم مخنيوي له به چې فوري بېړني ګامونه پورته كول وي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه دې د افغان اولس ټولې ممكنه مرستې پروګرام پېل كړي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د افغان اولس ترڅنګ ولاړ يؤ او ټول ممكنه ملاتړ به كوؤ۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې هغوي دې د افغانستان سېلاب ځپليو فوري مرستې له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل پاكستان ځپليو له د بېړنۍ مرستې سامان لېږي۔ وزيراعظم د سېلاب پېښو كښې د حق رسېدليو بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔