پاك چين اقتصادي لاره به نړۍ له هم ګټوره وګرځي۔د اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد 25 مئي (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې د پاكستان او چين اړيكې نړۍ لپاره د مثال حېثيت لري٬ پاك چين اقتصادي لاره به نړۍ لپاره هم ګټوره وګرځي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د پېكنګ پوهنتون چيئرمېن پروفېسر روشان لوكي په مشرۍ كښې پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع چين لپاره د پاكستان پخوانې سفير او ستراتېژك سټډيز مشر مسعود خان هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل پاكستان كښې وړومبې د بيجنګ فورم غونډه د دواړو هوادونو ترمېنځه د باور عكاسې كوي