د هېواد د ټولو مسئلو هوارې په ډېموكراسۍ پورې تړلې دے

APP25-25 ISLAMABAD: May 25 – President Mamnoon Hussain addressing the 7th Convocation of the Quaid-e-Azam University at Jinnah Convention Centre. APP

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هېواد د ټولو مسئلو حل په جمهوريت پورې تړلې دے ٬ مونږ د جمهوري نظام د لارې د سياسي نظام تسلسل ٬ ښه حكمراني او د معيشت استحكام باوري كولې شو٬ حكومت د معاشي استحكام د لارې د اولس ژوند ښه كولو لپاره عزم لري٬ ځوانان دې جديدو او سائنسي زده كړو ته پام لرنه وكړي٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې فعاله كېدو نه پس به پاكستان منطقه كښې د مهم تجارتي مركز په توګه رامخې ته شي ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په كنونشن سنټر كښې د قائداعظم پوهنتون اووم كانوكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر جاوېد اشرف هم موجود ؤ۔ اولس مشر په دې خبره اطمينان څرګند كړو چې د ټولنې ټولې طبقې د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره يو موټے دي او هېواد په سمه لاره روان دے۔