
پینډۍ 25 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف آرمډ فورسز انسټي ټيوټ آف آپتهلمولوجي ته تللے او ضرب عضب عملياتو په مهال د ژوبل شويو عسكرو سره يې ليده كاته كړې دې ۔د آئي اېس پي آر ترمخه د پاك پوځ سرلښكر جنګي آتلانو سره خبرې وكړې او د دوي مړانه او قربانۍ يې وستائېلې۔ده ووئيل مونږ به كله هم وروستو نشو۔د آئي اي ډي چاودنو په سوب تر دې دمه پھ مجموعي توګه د 179 عسكرو بسارت بيښي يا په جزوي توګه له مينځه تللے۔دا مهال په آرمډ فورسز انسټي ټيوټ كښې د 56 عسكرو درملنې روانې دي كومو كښې چې د 30 كسانو دواړه سترګې ضائع شوي