سينيټ پخوانۍ وزیراعظمې شهیدې بے نظیر بھټو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو له قرارداد منظور كړو

اسلام آباد ۔23دسمبر (اے پی پی) سینټ پخوانۍ وزیراعظمې شهیدې بي بي بے نظیر بھټو ته د عقیدت بېرزوئنې وړاندې كولو له قرارداد منظور كړے دے ۔د شورو په ورځ سناتورې خالدہ پروین په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئېلې شوي پخوانۍ وزیراعظمې بے نظیر بھټو د ډيموكراسۍ ودې او د غریبانانو تحفظ لپاره د قدر وړ خدمات تر سره كړي او هغې د خپل پلار پخواني وزیراعظم ذوالفقار علی بھټو په پل ګام اېښودو سره د اولس خدمت كړے هغه به عمر له زمونږ په زړونو كښې ژوندې وي ۔دغسې غونډې په يوه خله د قرارداد منظور كړے شو ۔