ابوجا 24 اپرېل (اے پي پي) په نائجېريا كښې د پوليسو په سټېشن د وسله والو په بريد كښې درې پوليس اهلكار وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نائجېريا د مېنځني ولايت كوګي د پوليسو مشر اېډورډاېګبو وئيلي دي چې پوليس اهلكار په اوډي سيمه كښې د بريد كوونكو بريد په شا تنبولو په مهال وژل شوي دي او بريد كوونكي تښتېدلي دي. ده ووئيل چې بريد كوونكو د پوليسو سټېشن ته د ننوتلو هڅه وكړه او په دې د پوليسو او بريد كوونكو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه او په نتيجه كښې ئې درې پوليس اهلكار ووژل شول. ده ووئيل چې پوليسو ټوله سيمه محاصره كړې او د تورنو لټون روان دے.