په بوسنيا كښې د 5.7 شدت په زلزله كښې يوه مېرمن مړه او ګن شمېر كسان ژوبل شوي

سرائيوو 23 اپرېل (اے پي پي) په بوسنيا كښې د 5.7 شدت په زلزله كښې يوه مېرمن مړه او ګن شمېر كسان ژوبل شوي دي. د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې په بوسنيا كښې د جمعې په شپه د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي چې پكښې د موسټار په سيمه كښې د يوې 28 كلنې مېرمن په كور لوي كمر راپرېوتو او پكښې هغه ژوبل شوه. هغه روغتون ته رسولې شوې وه خو په روغتون كښې ئې ساه وركړه. د چارواكو له مخې په زلزله كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي او په ګن شمېر سيمو كښې مالي زيان شوے. د زلزلې مركز د لوبينې څخه 14 كلوميټره په شمال ختيځ كښې ښودل شوے.