د كرغزستان خارجه وزير د چوكۍ څخه برطرف كړے شو

بشكيك 23 اپرېل (اے پي پي) د كرغزستان خارجه وزير روسلان كزاك بائيوف د چوكۍ څخه برطرف كړے شو. د چينائي مېډيا له مخې د صدر پرېس لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د كرغزستان صد سدير زاپاروف د برطرفې په حكم نامه لاسليك كړے دے. د برطرفې وجوهات نه دي ښودل شوي خو صدر جين بېك كلوبائيوف لنډمهاله خارجه وزير په ځائ كړے. جين بېك كلوبائيوف د دې څخه وړاندې د كرغزستان د صدارتي انتظاميې د څانګې د خارجه پالېسې مشر و.