سرينګر 22 اپرېل (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې په بارهموله او جمو ضلعو كښې نور درې ځوانان شهيدان كړي دي چې ورسره د تېرې ورځې نه د شهيدانو شمېره 6 ته رسېدلې ده. د كشمير مېډيا سروس له مخې دوه ځوانان د جمو په سنجوان سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيدان كړې شوي دي. يو بل ځوان د بارهموله په پارسواني سيمه كښې شهيد شوے.د دې نه وړاندې هم په دې سيمه كښې هندي ځواكونو درې ځوانان شهيدان كړي وو. تر وروستيو اطلاعاتو په دواړو ضلعو كښې پوځي عمليات روان وو.