افغان وزيراعظم په كابل كښې د سوالګرو زياتو شوو شمېرو په اړه د پلټنو امر وكړو

كابل 21 اپرېل (اے پي پي)د افغانستان وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند د محنت او سماجي چارو وزارت آئي سي آر سي دفتر ته پايه تخت كابل كښې د سوالګرو زياتو شوو شمېرو پلټنو كولو او د دې مسئلې حل راويستلو امر كړے۔د افغان مېډيا له مخې په دې اړه د افغانستان وياند انعام الله سمنګاني ووئيل د افغان وزيراعظم په مشرۍ كښې د كابينې غونډه شوې چې پكښې هغه د محنت او سماجي چارو وزارت او آئي سي آر سي دفتر په كابل كښې د سوالګرو زياتې شوې شمېرې پلټنې او د مسئلې حل راويستلو احكامات جاري كړي۔ دغسې افغان كابينې ګڼو ايجنسيو ته د غربت او بې روزګارۍ مسئلې په خاص توګه كابل كښې په زياتو شوو سوالګرو قابو موندلو لپاره د يوې جامع منصوبې جوړولو او په دې زر تر زره د عملدرآمد امر كړے۔