كابل 20 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د زياتې مودې 450 ټن خوراك او مشروبات تلف كړے شول. د چينائي مېډيا له مخې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شورو په ورځ وئيلي دي چې چارواكو د تجارتي مركزونو، دكانونو او سپر ماركيټونو څخه د زياتې مودې خراب شوې خوراك او مشروبات ترلاسه كولو سره د پايه تخت كابل په سوئيلي قلچه سيمه كښې تلف كړي دي. د يادونې وړ ده چې چارواكو تېره اونې هم په شمالي فرياب او لوېديځ نېمروز ولايت د زياتې مودې 13 زره ټنه خوراك تلف كړے و.