په سوئيلي كوريا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس يو لك 11 زره كېسونه رپورټ شوي

سېئول 20 اپرېل (اے پي پي) په سوئيلي كوريا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس يو لك 11 زره 319 كېسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په دې هېواد كښې د كورونا وائرس د ځپليو ټوله شمېره يو كروړ 65 لكه 83 زره 220 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 166 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په كورونا كښې د مړو كسانو شمېره 21 زره 520 ته رسېدلې ده.