د نائجېريا په رستوران كښې په چاودنه كښې 3 كسان مړه او 19 ژوبل شوي

ابوجا 20 اپرېل (اے پي پي) د نائجېريا په يو رستوران كښې په چاودنه كښې 3 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نائجېريا د ترابه د پوليسو وياند عثمان عبداللهي وئيلي دي چې چاودنه د ايالت په اراوے سيمه كښې د ګڼې ګوڼې په يو رستوران كښې شوې او په نتيجه كښې ئې درې كسان مړه او نوولس ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي او پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.