موغاديشو 19 اپرېل (اے پي پي)صوماليه كښې عسكريت خوښو لخوا په پارليمان بريد كړے چې په نتيجه كښې يې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔د المان خپرونې ادارې له مخې دا بريد هغه مهال شوے چرته چې د نوو ټاكلو پارليماني غړو غونډه روانه وه۔د چارواكو او عيني شاهدينو له مخې دا بريد د پارليمان د ودانۍ په احاطه كښې دننه شوے چې په نتيجه كښې يې كوم ځاني زيان نه دے شوے خو ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔د بريد ذمه واري عسكريت خوښې الشباب ډلې قبوله كړې كوم چې د تېرې يوې لسيزې راهسې په موغاديشو كښې د صوماليې حكومت په ضد كاروائي كوي۔