د پاكستان اولس او د ټولې نړۍ مسلمانان په سويډڼ او هالېنډ كښې د اسلاموفوبيا په اوسنيو پېښو سخت خفه دي. وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان اولس او د ټولې نړۍ مسلمانان په سويډڼ او هالېنډ كښې د اسلاموفوبيا په اوسنيو پېښو سخت خفه دي. د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې دوي دې د دې پېښو غندنه وكړي او د داسې ناوړه رويو مخ نيوي لپاره دې اقدامات وكړي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ ته به د اسلاموفوبيا په ضد متحد كېدل وي.