د روسيې ځواكونو ډونباس لپاره جنګ پېل كړو، مونږ به خپله دفاع كوو. د يوكرېن صدر

كېف 19 اپرېل (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكي وئيلي دي چې د روسيې ځواكونو ډونباس لپاره جنګ پېل كړے خو زمونږ ځواكونه به د خپل هېواد دفاع كوي. د چينائي مېډيا له مخې صدر ولاديمير زېلنسكي په خپل يو وېډيو خطاب كښې وئيلي دي چې د روسيې ځواكونو ډونباس سيمې لپاره جنګ پېل كړے خو يوكرېن به خپله دفاع كوي. ده ووئيل چې هر څومره عسكر راولېږل شي ، په يوكرېن ئې هېڅ آغېز نه كېږي، مونږ به د روسيې مقابله كوو.