په ټونګا كښې د 6.0 شدت زلزله

نوكوالوفا 19 اپرېل (اے پي پي) د ټونګا په اوهونوا ښار كښې د 6.0 شدت د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې د زلزلې جړقونه تېره شپه محسوس شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.0 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور و. په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې.