بورے والا 13 جون (اے پي پي)د بورے والا د ګګومنډي د طفيل آباد سيمې سره نزدې پھ ټرافېكي پیښه كښې 6 كسه مړه او 18 ژوبل شوي دي ۔د شخصي ټي وي له مخې دا پیښه د بورے والا د طفيل آباد سيمې سره نزدې هغه مهال رامينځ ته شوه كله چې د قصور نه كراچۍ ته تلونكې بس د مزدا ټرك سره ټكر شو او په نتيجه كښې …
طفيل آباد سره نزدې ټرافېكي پیښه كښې 6 كسه مړه او 18 ژوبل شوي

مزید خبریں
بورے والا 13 جون (اے پي پي)د بورے والا د ګګومنډي د طفيل آباد سيمې سره نزدې پھ ټرافېكي پیښه كښې 6 كسه مړه او 18 ژوبل شوي دي ۔د شخصي ټي وي له مخې دا پیښه د بورے والا د طفيل آباد سيمې سره نزدې هغه مهال رامينځ ته شوه كله چې د قصور نه كراچۍ ته تلونكې بس د مزدا ټرك سره ټكر شو او په نتيجه كښې يې څلور كسه په ټكي مړه او 18 ژوبل شول۔د پوليس له مخې ژوبل شوي كسان د بورے والا مركزي روغتون ته رسولې شوي چرته چې دوه ژوبل شوي كسان په حق رسېدلي۔پھ مړو كسانو كښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د زياتره كسانو تعلق سندھ سره ښودلې شوے دے










