روم 19 اپرېل (اے پي پي) د اټاليا د وزيراعظم ماريوډرېګهي د كورونا ټېسټ مثبت راغلے. د چينائي مېډيا له مخې د اټاليا حكومتي ذريعو وئيلي دي چې 74 كلن وزيراعظم د كورونا د واكسين مكمل خوراكونه هم ترلاسه كړي دي. د كورونا ټېسټ مثبت راتللو نه پس وزيراعظم خپلې چارې كمې كړې دي. د يادونې وړ ده چې په اټاليا كښې د كورونا كېسونو ټوله شمېره 15730676 ته رسېدلې او تر اوسه پكښې 161766 كسان مړه شوي دي.