دويمه عمره  د روژې مباركې مياشتې تر 19 مې نېټې ادا كېدې شي٬ د سعودي د حج او عمرې وارت

 

ریاض۔18اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې دويمه عمره د روژې مباركې مياشتې تر 19 مې نېټې ادا كېدې شي۔ سبق وېب سائټ د حج او عمرې وزارت حوالې سره وئيلي چې د رمضان المبارك د 19 مې نېټې پورې دويمه عمره ادا كېدې شي په سسټم كښې د دې ګنجائش شته۔ وزارت وئيلي چې د اتوار نه تر شورؤ ورځ د شپې تر لس بجو دوېم عمرې لپاره بكنګ كېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سعودي او مېشته غېر ملكي وګړي په دې اړه پوښتنې كوي چې آيا د روژې مباركه مياشت كښې د يوې عمرې نه وروستو د بلې عمرې كولو اجازه وركولې شي يا نه