كېپ ټاٶن 18 اپرېل (اے پي پي) په سوئيلي افريقا كښې په سېلاب كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 443 ته رسېدلې او63 كسان بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي افريقې په ډربن ښار كښې په راغلي سېلاب كښې 13 زره 500 كورونو ته زيان رسېدلے، په سېلاب كښې 40 زره 723 كسان ځپل شوي دي. د سېلاب په نتيجه كښې په سيمه كښې د برېښنا او اوبو نظام هم ځپل شوے. د چارواكو له مخې د ډربن په 60 كلن تاريخ كښې په دې وروستيو كښې تر ټولو زيات باران شوے.