اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) پاكستان د بشري خواخوږۍ په بنياد د واهګه پولې د لارې د هند لخوا افغانستان ته د غنمو او درملو ترسيل موده پراخا كړه ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې افغان اولس سره د خصوصي خواخوږۍ لاندې په نومبر 2021 كښې د هند لخوا افغانستان ته د 50 زره مېټرك ټن غنمو او د ژوند بچ كوؤنكو درملو د واهګه پولې د لارې د ترسيل اجازه وه۔ د بشري خواخوږۍ په بنياد د دې توكو ټرانسپورټېشن له ټاكلې شوې موده په 21 مارچ 2022 ختمه شوې۔ په دې وروستيو كښې د هند حكومت د غنمو او درملو د ترسيل كار بشپړ كولو له حكومت څخه په ټائم پرېډ كښې د پراختيا كولو خواست كړې وو۔ د پاكستان د مخلصانه هڅو په نتيجه كښې حكومت د ټرانسپورټېشن عمل بشپړ كولو له په ټاكلي شوي وخت كښې د دوه مياشتو پراختيا كولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې به د غنمو او ددرملو د ترسيل تګلاره به هم هغه وي كومه چې دې نه وړاندې هند ته ښودلې شوې وه۔ د ټرانسپورټېشن په موده كښې د پراختيا حوالې سره د شوې پرېكړه په اړه په اسلام آباد كښې د هند هائي كمېش خبر كړې شوې دې