د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د بحرين خپل هم څنګ ډاكټر عبدالطيف الزياني سره وليدل

رياض 16اپرېل(اے پی پی)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د بحرين خارجه وزير ډاكتر عبدالطيف الزياني سره ليدلي دي ۔د سعودي خبري اژانس له مخې د سعودي عرب پايه تخت په رياض كنګ خالد انټرنېشنل هوائي مېدان د سعودي خارجه وزير د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبدالطيف الزياني هركلے كړے ۔د سعودي خارجه وزير سره په ملاقات كښې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې جاج اغستے ۔په دې موقع په بحرين كښې د سعودي سفير شهزاده سلطان بن احمد بن عبدالعزيز او د سياسي چارو خارجه سېكرټري ډاكټر سعود الساطي هم موجود وو