د مسجد الحرام چھت زائرينو لپاره پرانستلې شو

مکه مکرمه۔16اپرېل(اے پی پی) د مسجد الحرام چھت زائرينو لپاره پرانستلې شوې دې۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې د حرمېن شريفېن انتظاميې مشر ډاكټر عبد الرحمن السېدس د زائرينو د شمېرې زياتېدو له امله د مسجد الحرام چھت عبادت كوؤنكو لپاره د پرانستلو امر كړې دې۔ د انتظاميې وېنا ده چې زائريونو ته په مسجد الحرام كښې هر ځائې ټولې ضروري آسانۍ وركولې شي٬ سعودي مشرتابه غواړي چې په مسجد الحرام او مسجد نبوي كښې زائرين آسانۍ سره خپل عبادات ادا كړې شي۔