مکه مکرمه۔15اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ځائي وګړو ٬ مېشته غېر ملكي او بهر هېوادونو څه راغلې زائرينو ته اپيل كړې دې چې هغوي دې د روژې مباركې مياشتې په مهال په يوه عمره اكتفا وكړي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د حج او عمرې وزارت په ټويتر پېغام كښې عمره كوؤنكي مخاطب كولو سره وئيلي چې د روژې په مياشت كښې هر څوك عمره كول غواړي خو دوئي ته اپيل دې چې د روژې مباركې مياشتې په مهال په يوه عمره اكتفا وكړي۔ وزارت ووئيل په دې ورځو كښې يوه عمره د دوه اړخيزه مرستې او ښه اخلاقو علامت دې چې تاسو بل له په خپل ځان ترجيح وركړۍ