مقبوضه بېت المقدس كښې د اسرائيلي ځواكونو او فلسطيني مظاهرچيانو ترمينځه نښتې ٬ 7 كسان ژوبل

مقبوضه بېت المقدس۔15اپرېل(اے پی پی) د فلسطين په پلازمينه مقبوضه بېت المقدس كښې د مسجد الاقصی په انګڼ كښې د اسرائيلي ځواكونو او فلسطيني مظاهرچيانو ترمينځه د نښتو پېښو كښې 7 فلسطيني وګړي ژوبل شوي دي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د فلسطيني رېډ كراس غړي وئيلي چې د جمعې په ورځ د مسجد الاقصی په احاطه كښې د اسرائيلي او فلسطيني مظاهرچينانو ترمينځه په نښتو كښې 7 فلسطيني وګړي ژوبل شول كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي۔