نوې ډيلې۔ 15اپرېل(اے پی پی) په هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 949 كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د كېسونو مجموعي شمېره له 43039972 څخه زياته شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د هند د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 6 كسان مړه شول۔ دې نه وروستو په ګرد هېواد كښې د دې وبا د لاسه په مجموعي توګه 5 لکه 21 زره 743 كسان مړه شوي دي۔ د چارواكو وېنا ده چې دا مهال په هېواد كښې د كورونا 11 زره191 فعاله كېسونه دي۔ د روغتيا وزارت وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د دې وبا څخه تر دې دمه 42507038 كسان ښه شوي دي۔